جودیث میلر: طالبانو تل ویلي، چې ساعت له امریکا او وخت له مونږ سره دی

 

عزم(سه شنبه، ۱۲لیندۍ ،۱۳۹۸)د امریکا د مشهور تلویزیون “فاکس نیوز” مخکښه شنونکې جودیث میلر په یوه مرکه کې ویلي، د سولې او اوربند په هکله طالبانو پالیسي هیڅ تغییر نه دی کړی او نه هم ښایي په راتلونکي کې کوم بدلون ومومي.
نوموړې ویلي «طالبانو په واضحه توګه امریکایانو ته ویلي، چې ساعت له تاسو سره او وخت له مونږ سره دی، طالبانو ویلي چې هیڅ تلوار نه لري، که مذاکرات کامیاب شو ښه خبره، کنه د خپل هیواد د آزادۍ لپاره جګړې ته ادامه ورکوي»
نوموړې زیاتوي، داچې ټرمپ په دې وروستیو کې وویل چې طالبان اوربند ته چمتو دي او طالبانو یې په ځواب کې په خپل پخواني دریځ ټینګار وکړ، داښیي چې ټرمپ هڅه کوي په بهرني سیاست کې دا ډول څرګندونې د خپل انتخاباتي کمپاین د بریا لپاره وکاروي.
میلر وایي، اوسمهال د امریکا پوځ د ځواکونو پر کمولو کار کوي او د مذاکراتو د بریا او ناکامۍ خبرو ته هیڅ پام نه کوي چې داکار دا په ګوته کوي چې طالبان د بهرنیانو په حضور کې د جګړې د بندولو لپاره هیڅ تشویق نه لري.
امریکایي کارپوهه وایي، طالبان دامهال د خپل هیواد ۵۰ سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندې لري، لا د افغانستان د حکومت جمهور رئیس مالوم شوی نه دی او آن اشرف غني هم د طالبانو له اوسني دریځ نه خبر نه لري، په داسې حال کې د طالبانو د دریځ دبدلون خبرې تش افواهات دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: