کامیاب ژوند څنګه وي؟

 

ع. عزام

زوی له پلار څخه پوښتنه وکړه چې بابا دا کامیاب ژوند څنګه وي؟
پلار زوی روان کړ او پتنګ یې ورته په هوا کړ. زوی پلار ته په غور کتل، لږ ساعت وروسته یې وویل:« پتنګ د تار له وجي لوړ نشي تللی… که مونږ دا تار ترې غوڅ کړو نو نور به هم لوړ شي»
پلار یې هم تار غوڅ کړ… پتنګ لږ اندازه لوړ شو، بیا یې تاو وخوړ او لري ولاړی په یو نامعلوم ځای کې ولوېد.
اوس پلار زوی ته د ژوند فلسفه ور وښودل چې زویه! په ژوند کې چې مونږ څومره لوړ یو، مونږ ته اکثره داسي معلومیږي چې یو څه داسي شیان شته چې مونږ یې تړلي یو او مونږ له لوړ تګ څخه راګرځوي لکه: مور او پلار، کور، نظم او ضبط، اخلاق، د حلالو او حرامو ترمنځ فرق، ژمنه، اخلاقي ذمه دارۍ او داسي نور چې ځیني خلګ ترې آزادېدل غواړي او دا فکر یې وي چې له دې څخه له خلاصون وروسته ښايي پرمختګ وکړو.

په اصل کې همدا هغه تارونه دي چې مونږ یې لوړ کړي یو، که دغه تارونه غوڅ کړو، نو ممکنه ده مونږ یو ځل خو لوړ شو، مګر حشر به مو هغه وي کوم چې د یو بې تاره پتنګ شو… لهذا که په ژوند کې لوړوالی او بیا پر هغه لوړوالي استقرار غواړې نو کله هم دغه تارونه له ځانه مه غوڅوه…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button