نبیل: پاکې رایې له ۵۰۰ زرو زیاتې نه دي؛ اړتیا ده چې د ملي مصالحې حکومت جوړ شي

عزم(پنج شنبه، ۱۴لیندۍ ،۱۳۹۸)د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل نن په یوه خبري ناسته کې د حکومت پر روان لړزوونکي حالت نیوکې وکړې او د هیواد د روان وضعیت، ټاکنو او سولې پروسې په هکله یې
خپل دریځ څرګند کړ.
نبیل وویل، جګړه داسې یوه بندبست ته رسیدلې چې هیڅوک په کې چاته د کامیابي ګوته نه شي نیولی؛  د دې بنبست یوه بیلګه د انس حقاني خلاصون وه، چې حکومت په کې له ټولو هڅو سره سره ناکام شو.

نوموړي وویل، «د روان بندبست ماتولو لپاره باید ټول قرباني ورکړو، د ولسمشر، اجراییه رییس، طالبانو او سیاستوالو په ګډون»

نبیل د ټاکنو په تړاو د اشرف غني د ټیم لاسوهنو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې «یو ځانګړی ټیم غواړي چې هرڅه د ځان په ګټه پای ته ورسوي، خو دا کار هیواد له خطر سره مخ کوي. »
هغه وویل، په داسې حال کې چې ټولې پاکې رایې له ۵۰۰ زرو «نیم میلیون»څخه ډیرې نه دي، اړتیا ده تر څو حکومت د ټاکنو پایلې لغوه او د ملي مصالحې ټول شموله حکومتي اداره اعلان کړي «د دې لپاره باید طالبان اوربند وکړي او بین الافغاني خبرې پيل شي.د دې حکومت په سر کې باید یو بې طرفه کس واقع شي؛ د ملي مصالحې حکومت په جوړیدو سره باید د اساسي قانون د تعدیل او د طالبانو د ادغام لپاره کار وشي.»
نوموړي زیاته کړه، اوسمهال په حکومت کې یو ټیم هڅه کوي چې سوله په خپل واک کې ولري، چې په وینا یې دا کار یې له هیواد او خلکو سره څرګنده جفا بلل کیږي او سخت غبرګون به وویني.

نبیل د استخباراتي مالوماتو پر اساس وویل چې د داعش ډلې له ماتې وروسته اوس د حزب التحریر ډله داعشیانو ته د متمایل کیدو په حال کې ده او هڅه کوي په فکري، فرهنګي او فزیکي برخه کې  د هغوی ځای ډک کړي .

نوموړی چې د طالبانو مخالفه څیره هم بلل کیږي وایي چې د افغانستان خلک که اسلامي امارت نه غواړي، خو موجوده جمهوریت هم نه غواړي چې خپله قانون نقض کوي.
هغه پر طالبانو نیوکه وکړه وکړه چې ګواکې هڅه کوي د امریکا تر وتلو وروسته د فاتحینو په څیر کابل ته راشي او زیاته یې کړه « طالبانو ته وایم چې داسې به کله هم د فاتح په توګه کابل ته رادننه نشئ. او نړیواله ټولنه هم دې ته اجازه نه ورکوي»

هغه دغه راز وویل چې په هېواد کې یې بېلابېلې معاملې د خاورې او اغزن تار په ګډون بربنډې کړي او د افغانستان د خلکو د عدالت غوښتنې غږ یې پورته کړی او دا ځل د کابل بانک د ونډه وال فیروزي او ارګ ترمنځ د پټې معاملې اسناد هم رسنیز کوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button