د ننګرهار والي: تر اوسه نږدې یونیم زر داعشیانو حکومت ته پناه راوړې

عزم(پنج شنبه، ۱۴لیندۍ ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې طالبانو د خپلو پریکنده پراخو تهاجمي عملیاتو په لړ کې د ننګرهار ولایت مهمې او ستراتیژیکې سیمې د داعش وسلوالو له شتون څخه، پاکې کړې، تازه د دغه ولایت والي په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د هغو داعشیانو شمیر چې د جګړو له امله یې دولتي ځواکونو ته پناه وروړې، نږدې یو نیم زر تنو ته رسیدلی او دا لړۍ لا هم ادامه لري.

د دې ولايت والي شاه محمود مياخېل، چې رسنيو ته يې د ۱۸۰ تنو تازه تسليم شويو داعشيانو او د دوی له لوری سپارل شويو وسلو د ښودلو په کنفرانس کې معلومات ورکول وويل، په تسليم شويو کې ۹۶ داعش جنګيالي دي، چې په کې دوه ترکان، شل افغانان او نور پاکستاني اتباع شامل دي.
نوموړي زياته کړه، “د وروستۍ يوې مياشتې په موده کې په دې ولايت کې ۱۴۵۰تنه، چې ۴۱۳ ديارلس يې جنګيالي او پاتې نور يې ماشومان او مېرمنې دي امنيتي ځواکونو ته پناه راوړې، چې ۸۸۸ د داعش اړوند مېرمنې او ماشومان په دې ولايت کې تر ساتنې لاندې دي.”
والي د داعش تسليميد په اړه د ډاکتر زلمي خليزاد وروستۍ څرګندونې چې ګواکې طالبانو هم په دې عملیاتو کې ونډه درلوده، رد کړې او زياته يې کړه، چې د ښه مديريت، ولسي ملاتړ او د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د سرښندنو په ترڅ کې داعش وسله وال اړ شوي، چې تسليم شي.

خو د ننګرهار ولایت سیمیز خلک، مخور او مدني فعالان بیا په یوه خوله وایي چې داعش ډله د طالبانو د فشارونو په ترڅ کې حکومتي لوري ته تسلیم شوه.
قومي مشران وایي، دولتي او بهرنیو ځواکونو هڅه کوله په وروستیو کې د تصفیوي عملیاتو په نوم داعشي ملېشې د طالبانو له فشاره وژغوري او لږ تر لږه هغو سیمو کې چې د دوی سنګرونه دي،  د بقاء زمینه ورته برابره کړي، خو له پرلپسې هڅو وروسته ناکام او ټولې ملیشې یې اړ شوې ترڅو په ډاګه حکومتي لوري ته ورشي.
سرچینې وایي، داعشي مشران له دې ویریدل چې که افراد یې طالبانو ته ژوندي په لاس ورشي، ټولې هغه اړیکې به رسوا شي،  چې له امنیت شورا او امریکایانو سره یې درلودي؛  چې له همدې ویرې په ډلو ډلو د حکومت غیږې ته ورغلل.
سرچینې وایي چې امریکایانو او حکومت یوځل بیا په ګډه  د یادې ډلې د انسجام هڅې پیل کړې او هڅه کوي د دې ډلې د سیمیز مشرتابه په بدلون سره په ننګرهار او کونړ کې له اورکزیو په کرایه راوستل شوي جنګیالي، یوځل بیا د طالبانو پر وړاندې د جګړو لومړۍ کرښې ته ولیږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button