د انصاف له ترلاسه کولو ناهیلی کندهاری پلار: داسې ظلم به کافر هم ونکړي

په لاندې ویډیو کې د جمعه خان په نوم د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی سپینږیری ښکاري. نوموړی وايي چې د کندهار د سرحدي لوا د واکنش قطعې د تخنیک آمر کلیم الله او د هغه ورور لومړی د ده روزانه کوونکی زوی په موټر وهلی، وروسته یې په مرمیو وویشت او بیا یې موټر پرې تېر کړ. څو ورځې وروسته یې د نوموړي نږور هم ترې بوتله.

جمعه خان وايي، تورن عسکر کلیم الله او ورور یې د امنیه قومندان تادین نږدې کسان او د سرحدي ځواکونو غړي دي.

جمعه خان وايي لومړی یې ولسوال ته عریضه وکړه، خو ولسوال ورته وویل چې جنايي څانګې ته دې یې یوسي. جنايي ورته ویلي چې سرحدي پولیسو ته دوی څه نشي ویلای. وروسته امنیه قومندان تادین خان ته ورغلی. تادین راته وویل چې دا ما ته په لنګوټه کې پرېږده، د دې [غوښتنه] مه کوه. وروسته والي، نظامي څارنوالۍ، د بشري حقونو دفتر ته هم ورغلی خو د انصاف په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.

ویډیو: خواله رسنۍ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: