غزل

 

موږ همېشه د زورورو سره جنګ کړی دی

موږ همېشه په مظلومانو باندې ننګ کړی دی

د هر يرغل مقابلې ته ښه په نره ورځو

که دا يرغل کله مغل کله پرنګ کړی دی

توره مو تل د دښمن وينو باندې سره ګرځوو

تورې مو تېکی نه ليدلی نه يي زنګ کړی دی

ستا په کتاب کې مو همدا ده نړېواله ګناه

چې د باطل او نارواؤ نه مو څنګ کړی دی

مونږ د بنګړيو شرنګ ته شرنګ نه وايو سر دې وخوری

زمونږه روح ته په ازل کې تورو شرنګ کړی دی

مونږ ملنګانو ملنګۍ سره تړون کړی دی

نصيب يي خوار شي چې ازار چاته ملنګ کړی دی

سميع الله تړون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: