اعلاميه – طنز

په ډېرې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې بزدله غلو په جلال اباد کې زموږ له یوه زړور او ویښ پولیس څخه ټچ موبایل وتښتاوه.

موږ د د ښمن دغه بزدلانه عمل په کلکو ټکو غندو.

شکست خوړلو غلو او کیسه برانو چې زموږ له مسلکي او مجهزو ښاري پولیسو سره د مخامخ مقاومت وس بایلولی او نشي کولای د هغوی یونیفرم اولاسي ساعت ولوټي، نو په دغه شان بزدلانه عملونو لاس پورې کوي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې د خپلو ویښو پولیسو د موبایلونو د ساتلو لپاره به یوه خاصه قطعه منظوره شي.

همدارنګه پریکړه وشوه چې په هر ښار کې به یو صندوق کیښودل شي؛ هغه ویښ پولیس چې موبایلونه یې په رڼا ورځ سپین سترګو غلو لوټلي؛ کولای شي په ډاډه زړه د خپل موبایل مشخصات او د لوټیدو نیټه پر یوه کاغد ولیکي او صندوق ته یې وغورځوي. یو ځانګړی بې پرې کمیسیون به هره اونۍ صندوق ګوري او د قربانیانو نوملړ به چمتو کوي. دغو بیداره پولیسو ته به د یوه خاص کوډ له لارې نوي موبایلونه اخیستل کیږي او قیمت به یې په قسط وار توګه له معاشه ګرځول کیږي. د دې لپاره چې عدالت په بشپړ ډول تامین شي، نو هغه پولیس د دې حکم له مزایاوو مستثنی دي چې د سړک د غاړې له پلورونکیو او د مجرمانو د معاف کولو له درکه ورځنی عاید ترلاسه کوي.

شرمیدلي او قسم خوړلي غله دې خبر وي چې د دوی دغه شان شوم عملونه به زموږ د پولیسو پر روحیه تاثیر ونکړي او زموږ مسلکي پولیس به د دندې پر مهال د ټچ موبایل له کارونې را ونشي ګرځولی.

ښاریانو!
که هر وخت مو له پولیسو څخه د موبایل د لوټیدو صحنه لیدله؛ نو سمدلاسه ۱۱۹ شمیرې ته زنګ ووهئ!

نعمان دوست

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button