طالبان: تېره میاشت د افغان حکومت ۸۴۸ کارکوونکي ورسره یو ځای شوي

عزم(دوشنبه، ۱۸لیندۍ، ١٣٩٨ل): طالبان وايي، په تېره نومبر میاشت کې د افغان حکومت د بېلابېلو ادارو ۸۴۸ کارکوونکي ورسره یو ځای شوي او ګڼ مهمات یې هم طالبانو ته سپارلي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون په هڅو یې په بېلابېلو ولایتونو کې د حکومت سلګونه کارکوونکو دولتي دندې پرېښي او د دوی لیکو ته ورغلي دي.

«دروان (۲۰۱۹م)کال د نومبر په میاشت کي  داسلامي امارت ددعوت ، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅواودځایې مجاهدینوپه ملاتړدافغانستان په مختلفوولایاتوکي  ۸۴۸تنه چي دکابل ادارې اړوندبیلابیلوارګانونوکي په کاربوخت وو دحقایقوپه درک کولوددغه فاسدرژیم څخه راووتل اوداسلامي امارت دمجاهدینوسره یوځای شول . دوی مختلفه النوعه لویې اووړې وسلې ،مخابرې ،وسایط اویوزیات شمېرمهمات مجاهدینوته وسپارل .»

طالبانو د ټولو یو ځای شویو خلکو لنډه پېژندنه او مخکېنۍ دندې هم خپرې کړې او ټولو ته یې هرکلی ویلی دی.

طالبان هره میاشت د هغو دولتي کارکوونکو نوملړ خپوروي، چې دولتي دندې پرېږدي او د طالبانو لیکو ته ورځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button