کندز: د چهاردرې ولسوالۍ په انګړ دایره شوې غونډه د طالبانو د هاوانونو ښکارشوه

عزم(سه شنبه، ۱۹ لیندۍ ،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې بیګاه ماښام د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په انګړ کې د ولسوالۍ د چارواکو او امنیتي کسانو ترمنځ رابلل شوې غونډه، باندې طالبانو د هاوانونو برید کړی دی.
خبري سرچینې وایي، په برید کې یو تن امنیتي ساتونکی وژل شوی او د سیمیزو پولیسو د مشر په ګډون ګڼ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي، چې د دوی د مالوماتو له مخې په دغه برید کې ګڼ عسکر وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپيان دي، چې د خان اباد د اربکیانو مشر “محمد عمر پخچه پران” هم پکې شامل دی.

تر اوسه سیمیزو چارواکو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button