هلمند کې د «انجې» کرکېله زیاته شوې ده

عزم(چهار‌شنبه، ۲۰لیندۍ، ١٣٩٨ل): د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د انجې کرکېله زیاته شوې ده او سږکال به ډېر بزګران انجه وکړي.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلې د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژني.

دی وايي، په همدې موخه د دې ولایت د بولان په فارم کې په یوه جریب ځمکه کې د انجې (هنګ) طبي بوټی کرل شوی و او څېړنې پرې وشوې، چې ښه پایله یې ورکړه.

د نوموړي په خبره، په دې فارم کې پر انجې تر څېړنو وروسته اوس مهال د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې بزګرو په خپلو ځمکو کې نږدې۱۸۰ جریبه انجه کرلې ده، د انجې یاد تخم د قزاقستان هېواد څخه راوړل شوی، چې سپین رنګ او د ښه کیفیت لرونکی دی.

د انجې بوټی کمو اوبو ته اړتیا لري او د هلمند له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت هم کوي.

انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي او د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کېږي.

له دې وړاندې په هلمند کې د کوکنارو د مخنیوي په پار بزګرانو ته د الوېرا، کېلې، زعفران او نور کرنیز تخمونه هم ورکړل شوي، چې ځايي چارواکي یې پایله ښه ګڼي.

هلمند د افغانستان تر ټولو لوی ولایت دی، چې ګڼې ولسوالۍ یې اوبه هم لري او پراخه کرنیزې ځمکې پکې هم شته.

د کرنیزو چارو کارپوهان وايي، که هلمند کرنیز ولایت شي، نو د کرنیزو اړتیاوو په برخه کې د نیمايي افغانستان اړتیا پوره کولی شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button