لغمان: ترافیکي پیښه کې ۱۳ کسان وژل شوي

عزم(پنجشنبه، ۲۱ لیندۍ ،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې نن مازديګر مهال د کابل ـ جلال آباد پر لويه لار د لغمان ولايت اړوند سيمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبري سرچینې وایي، پیښه شاوخوا څلورنیمې بجې
د “مشالې کمر”سیمه کې د يوه مرسيډيز او ټېلر موټر د مخامخ ټکر له امله رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې د يوې میرمنې او يو ماشوم په ګډون ۱۳ کسان وژل  شوي او څو نور کسان ټپیان شوي دي.

سیمیز امنیتي مسؤولین وایي؛ پېښه د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ او ګړندي سرعت له کبله رامنځته شوې ده

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button