تیموتي ویکس: له طالبانو څخه جدایي ډیره راته سخته وه

«کله چې امریکایي عسکرو ته سپارل کیدم، هغوی "طالبان"چې ما ته ډیر نږدې وه،راغلل لاسونه یې پر اوګه راواچول او انځور یې راسره واخیست، ماته ډیره ځورونکې وه چې له هغوی نه جدا کیږم، ځکه په درې نیم کلنه بند موده کې مې ورسره خورا علاقه پیدا کړې وه، زه سخت ځوریدم او پوهیدم چې که دا جګړه همدا سې دوام وکړي، ډیری له هغو به ژوندي پاتې نه شي؛   پر دوی مې باور پیداکړی وو او زما د ژوند یوه برخه شوي وو»

عزم(یکشنبه، ۲۴ لیندۍ ،۱۳۹۸)د طالبانو له بند څخه آزاد شوی د امریکایي پوهنتون استاد استرالیاوي استاد” ټیموټي ویکس” طلوع نیوز ته ویلي، طالب ساتونکو یې ورسره خورا ښه او دوستانه چلند کړی دی.
نوموړی وایي، مونږ دواړو بندیانو استادانو ټول وخت په یوه پنجره کې تیر کړ خو د طالب ساتونکو له خوا مو کوم ناوړه چلند ونه لید، له هغوی سره مو روانې خبرې کولې”زه هغوی د خپلو کوچنیو وروڼو په څیر بولم، ځکه هغوی پوځیان وه او پوځیان یواځې هغه څه کوي، کوم امر چې ورته شوی وي”
ټیموټي ویلي، ساتونکو طالبانو یې ورسره په خپلو محلي ژبه”پښتو”خبرې کولې خو هغه مهال بیخي زیات حیران شو، کله یې چې د دوی د آزادۍ پر مهال یوناڅاپه  په انګلیسي خبرې پیل کړې.
نوموړی زیاتوي، «کله چې امریکایي عسکرو ته سپارل کیدم، هغوی “طالبان”چې ما ته ډیر نږدې وه،راغلل لاسونه یې پر اوګه راواچول او انځور یې راسره واخیست، ماته ډیره ځورونکې وه چې له هغوی نه جدا کیږم، ځکه په درې نیم کلنه بند موده کې مې ورسره خورا علاقه پیدا کړې وه، زه سخت ځوریدم او پوهیدم چې که دا جګړه همدا سې دوام وکړي، ډیری له هغو به ژوندي پاتې نه شي؛   پر دوی مې باور پیداکړی وو او زما د ژوند یوه برخه شوي وو»

استرالیایي استاد وایي، چې کله یې طالب ملګرو د دوی ځورونکی حالت ولید ورته یې وویل چې که افغانستان ته سوله راغله، دوی به خامخا را دعوتوي او میلمه پالنه به یې کوي.
د یاد استاد خویندې وایي، دوی د خپل ورور په هکله د خبرونو لپاره هر وخت افغانۍ رسنۍ تعقیبولې او کله یې هم چې د ورور د خلاصون خبرې واوریدې له زیاتې خوشالۍ یې وژړل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button