ارګ: افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور خورا اړین او حیاتي دی

عزم(یکشنبه، ۲۴ لیندۍ ،۱۳۹۸)، وروسته تر هغه چې امریکایي رسنیو د دغه هیواد د چارواکو له قوله راپور خپور کړ چې ګواکې پنټاګون غواړي د روانې اونۍ په ترڅ له افغانستانه د خپلو ۴۰۰۰ سرتیرو د وتلو لړۍ پیل کړي؛ تازه په کابل کې د ګډحکومت مشرتابه دې اعلان ته غبرګون ښوودلی او هغه یې یو منفي خبر بللی دی.
د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، که څه هم اوسمهال له طالبانو سره مخامخ جګړه تر ډیره افغان ځواکونه مخته وړي، خو بیا هم د دغو ځواکونو او نورو ارزښتونو د بقاء لپاره افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور ته اشد ضرورت دی.
صدیقي ویلي، د نړیوال امنیت د خوندیتابه له پاره له ترهګرۍ سره مبارزه لکه څنګه چې ګډه پیل شوې وه لا هم ګډ کار ته اړتیا لري او باید افغان ځواکونه په دې ډګر کې یواځې پرې نه ښوودل شي.
د ارګ ویاند وایي، که څه هم دوی په دې پریکړه کوم اغیز نه لري، خو بیا هم هیله مند دي چې امریکا به د خپلو ځواکونو لویه برخه له افغانستان څخه بهر نه کړي.
ارګ داسې مهال د بهرنیو پوځیانو د وتلو په هکله له وارخطایي ډک دریځ څرګندوي، چې تازه راپورونه وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیرته دوحې ته ورګرځیدلی او تمه ده چې له طالبانو سره د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو پر سره یوې بشپړې موافقې ته ورسیږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button