مسیر: امریکا پر طالبانو یوازې یوه پوځي اډه هم ونه‌شوه منلای

عزم(چهار‌شنبه، ۲۷لیندۍ، ١٣٩٨ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو، د سولې په خبرو او د امریکايي چارواکو په وروستیو څرګندونو باندې بحث کړی دی.

مسیر«امریکايي ځواکونه وځي، موږ باید خپله سره جوړ شو» تر سرلیک لاندې لیکلي، امریکا له افغانستانه د خپلو عسکرو شمېر ورو ـ ورو کموي.

«د امریکا دفاع وزیر تایید کړې چې له طالبانو سره د سولې له توافق وړاندې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر را کموي. تر دې وړاندې امریکايي سناتور لیندسي ګراهام هم ویلي وو چې ټرمپ به په همدې اونۍ کې اعلان وکړي چې له افغانستانه څلور زره سرتېري وباسي. ويل کېږي چې دا لړۍ به ژر پیل شي او امریکا به نور ځواکونه هم له افغانستان څخه وباسي.»

د سرلیکنې د لیکوال په باور، امریکا ډېره هڅه وکړه، چې پر طالبانو یوه امریکايي پوځي اډه ومني؛ خو بیا هم بریالي نه شول. آن طالبانو د هغو امریکايي عسکرو سره هم مخالفت وکړ، چې د امریکا د سفارت د ساتنې لپاره پاتې کېدل.

«امریکا دغه ګام په داسې حال کې اخلي چې له یوه اړخه له طالبانو سره د سولې پر هوکړه کار کوي او له بله اړخه د واشنګټن پوسټ اسنادو امریکايي چارواکي تر ولسي فشار لاندې راوستي دي. که امریکا له طالبانو سره سیاسي جوړجاړي ته رسېږي، نو اټکل دی چې ټول امریکايي ځواکونه به افغانستان پرېږدي. امریکا له طالبانو سره په خبرو کې ډېره هڅه وکړه چې پر هغوی خپل پوځي حضور ومني. امریکا لومړی د پوځي اډو یا اډې او بیا ان په سفارت کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو هڅې وکړې او طالبانو ته یې په بدل کې د امتیازاتو د ورکړې خبرې هم وکړې، خو تر پایه پورې بریالي نه شول چې طالبان د دې غوښتنې منلو ته قانع کړي. اوس چې بیا له طالبانو سره خبرې کېږي، امریکا به بیا هم هڅه وکړي چې طالبان د دوی پوځي حضور منلو ته قانع کړي، خو داسې نه ښکاري چې طالبان به دا غوښتنه ومني. له همدې امله امریکا اړ کېږي چې خپل ځواکونه له وړاندې کم کړي، تر څو د ټولو ایستلو ته لاره هواره کړي.»

مسیر لیکلي، د افغانستان د جګړې په خلاف د امریکايي ولس غوسه نوره هم ډېره شوې او امریکا هم مجبوره ده، چې خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

«له بله اړخه د واشنګټن پوسټ له خوا د افغان جګړې په تړاو د اسنادو له افشا کېدو وروسته اوس امریکايي ولس لا زیات د افغان جګړې خلاف دی او غواړي چې دا جګړه ختمه شي. له دې امله چې په امریکا کې راتلونکی کال بیا د ولسمشرۍ ټاکنې دي، سیاستوال اړ دي چې د خلکو د قانع کولو لپاره یو ګام واخلي. له همدې امله دوی باید له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او یا یې هم کم کړي. ټرمپ چې په راتلونکو ټاکنو کې به له سختې سیالۍ سره مخ وي، غواړي د افغانستان په تړاو په متفاوتو ګامونو سره د خلکو رضایت خپل کړي.»

مسیر له ټولو خواوو غوښتي، چې د جګړې د پای لپاره هڅې وکړي او پرې نږدي، چې افغانستان د یوې بلې جګړې په ډګر بدل شي.

«له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یو ښه ګام دی. هر افغان باید د دغه ګام ملاتړ وکړي. د امریکايي ځواکونو حضور په افغانستان کې د جګړې، وحشت، جنایت او ستونزو سبب دی. له همدې امله د جګړې، وحشت او جنایت له دې لامله باید افغانستان پاک شي. افغانان باید د امریکايي ځواکونو له وتلو سره مرسته وکړي او تر څنګ یې باید د خپلمنځي تفاهم او جوړجاړي لپاره کار او هلې ځلې وکړي. له بده مرغه په حکومت کې ځینې کسان لا هم غواړي چې دلته امریکايي ځواکونه او جګړه وي. دا فکر افغاني فکر نه دی او باید منزوي شي، خو ورسره د دغه فکر پیاوړتیا پکار ده چې موږ باید په خپلو کې سره جوړ شو. د امریکا، ناټو، پاکستان او نورو بهرنیانو په دوستۍ او مینه کې له خپل ورور سره دوښمني او جګړه باید ختمه شي او موږ باید د همدې لپاره یو بل ته لاسونه ورکړو.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button