شمائل کبری(۴برخه)

د ډوډۍ اړوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسوه حسنه بیان

عبدالله عزام

که مو په پیل کې بسم الله هېره شي نو چې کله مو یاده شي ویې لولئ

له حضرت جابر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې که مو د ډوډۍ په پیل کې بسم الله هېره شي نو وروسته یې ولولئ.(مجمع،ج:۵،ص:۲۶)

که یې په شروع کې هېره شي نو وروسته څه ولولي؟

حضرت عائشه رضي الله تعالی عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل که د یو چا په پیل کې بسم الله لوستل هېر شي نو هغه دي(بسم الله اوله و آخره) ولولي.
فاید: یاده دي وي چې دا د ډوډۍ اړوند ده چې که یې په شروع کې هېره شي نو د ډوډۍ پر مهال چې یې کله هم یاده شي ودې لولي. د اوداسه په شروع کې بسم الله سنت دی،په منځ کې دلته سنت نه ده. خو د دې په خلاف ډوډۍ چې هلته د ډوډۍ خوړلو په دوران کې لوستل هم سنت ده.(طحطاوي،ص:۵۲)

پر شیطان د بسم الله لوستلو اثر
حضرت امیه بن محشي رضي الله عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې خواړه یې خوړل او (په پیل کې یې) بسم الله نه وه لوستلې، وروسته یې بسم الله اوله و آخره ولوستل. رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه اړوند وفرمایل چې شیطان په مسلسل ډول د هغه سره خواړه خوړل خو کله چې یې بسم الله ولوستل نو شیطان هغه خوړلې را قی کړل او په نس کې یې هیڅ هم پاتي نه شول.(ابو داؤد، نسائي، ترغیب،ج:۳،ص:۱۲۴)
فائده:د ډوډۍ په پیل کې بسم الله لوستل سنت دي، د ځینو علماؤ په نزد بسم الله لوستل واجب دي، ځکه چې په پرېښودلو یې انسان ګناهګاريږي. که یې له کوم امله په شروع کې خیال نه وي نو په منځ کې له یادېدلو وروسته یې هم لوستل سنت دي.(عمدة القاري،ج:۲۱،ص:۲۸)

دوام لري…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button