فارن پالیسي: د واشنګټن پوسټ اسنادو وښوده، چې د کابل حکومت دروغجنه او بې باوره اداره ده

عزم(پنجشنبه، ۲۸لیندۍ ،۱۳۹۸)د امریکا د فارن پالیسي خپرونې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له خوا د خپرو شویو اسنادو په تړاو وروستۍ افشاګیري ته کتنه کړې، چې په وینا یې امریکا په تیرو کلونو کې خپله ماتې د امریکا له عامو ولسونو پټه ساتلې وه.

نشریې ویلي، د زیاتو لګښتونو څخه ډکه دا جګړه چې د امریکا نامناسب بهرنی سیاست یې په ډاګه کړ، په نړیواله کچه یې هم د امریکا باور ته زیان رسولی دی.

د مطلب لیکوال د امریکایي چارواکو دروغو ته په اشارې سره وایي،  له ورایه ښکاري چې سپینې ماڼۍ نوره درک کړې ده چې د افغانستان د حکومت واکمنان دروغجن، مفسد او بې باوره چارواکي دي چې له همدې امله دغه حکومت د یوې ادارې حیثیت خپل کړی دی.

پارن پالیسي زیاتوي، امریکا د افغانستان په څیر د “سریښو ډنډ” جګړه کې ښکیل ده، په داسې حال کې چې په همهاله توګه یې لوی رقیب “چین”د نوې ټکنالوژي په مټ خورا مخکښ روان دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button