پروان کې د چټک غبرګون قطعې یو تن افسر وژل شوی دی

عزم(جمعه، ۲۹ لیندۍ ۱۳۹۸): تیره ورځ د چټک غبرګون قطعې یو افسر د پروان ولایت کې د طالبانو په یو برید کې وژل شوی دی.
د پروان ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو یوې امنیتي سرچینې خبر ورکړی چې د چټک غبرګون قطعې افسر منور شاه په پروان ولایت کې د طالبانو په یو کمین کې وژل شوی دی.
د یاد برید په اړه د پروان ولایتي چارواکو او طالبانو تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د پروان په لویه لار د باګرام دوسرکې ته تللي سرک باندې طالبان زیاتره وخت دولتي چارواکي په نښه کوي چې په دې وروستیو کې یې ګڼ شمیر هدفی بریدونه ترسره کړی دي.