سهیل شاهین: بین الافغاني مذاکرات د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر توافقنامې وروسته پیلیږي

عزم(شنبه، ۳۰ لیندۍ ۱۳۹۸): د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر اکاونټ بین الافغاني مذاکرات د بهرنیو ځواکونو د وتلو توافقنامې تر لاسلیک پورې مشروط کړي دي.

شاهین ویلي چې «بین الافغاني مذاکرات په هغه صورت کې پيلیږي چې د امریکاسره د ټولو خارجي عسکرو د وتلو توافقنامه لاسلیک شي.»

نوموړي همدا راز ویلي چې که بین الافغاني مذاکرات ترسره کیږي یواځې حکومت به یې مقابل لوری نه وي بلکې ټول افغان جهتونه به بکې شامل وي.

شاهین ویلي چې همدا زمونږ موقف دی او په دې اړه مو وخت په وخت مو مطبوعاتو ته هم همدغه دریز څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې اوس مهال د طالبانو او امریکا خبرې د څو ورځو لپاره ځنډیدلي تر څو د توافقنامې د لاسلیک کولو لپاره طالبان له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: