طالبان: کندهار خاکریز ولسوالۍ کې د ۳ قومندانانو په ګډون څو تنه عسکر وژل شوي

عزم(دوشنبه، ۲ لیندۍ ۱۳۹۸): طالبان وایي چې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې یې د دولتي ځواکونو موټریز کاروان له تیرو پنځو ورځو راحصار کړی دی چې ګڼې چاودنې او بریدونه پرې ترسره شوي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هغه موټریزکاروان ۳ مهم او لوړ پوړي قومندانان  وژل شوي چې له تېرو ۵ ورځو راهیسي په ماینونو او کمینونو کې راحصار دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې «د خاکریز ولسوالۍ اړوند په سیاسنګ درې سیمه کې د چاودنو په مهال  دهمدي کاروان مشر قومندان (فولاد) وژل شوی او د شرغې په سیمه کې  دقومندان  فولاد په ځای نوی ټاکل شوی قومندان  و وژل شو او همداراز په  یاده سیمه کې  یو بل مهم قومندان ( باغ) هم وژل شوی دی.»

طالبانو ویلي چې همدا راز یې تیره ورځ هم یوه شنه شوبله د ماین په مټ ویجاړه کړې او ماښام مهال یې په یو برید کې څو عسکر وژلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه موټریزکاروان  اوس هم په سیمه کې  خښ کړی شویو ماینونو کې راګیر دی.

د یادونې وړ دی چې دفاع وزارت او د کندهار ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button