د طالبانو لسګونه کومانډویي ځواکونه له پوځي زدکړو فارغ شوي/انځوریز

عزم(سه شنبه، ۳مرغومی ،۱۳۹۸):طالبان وایي، لسګونه تنه کومانډویي ځواکونه یې د لوړې کچې پوځي زدکړو څخه فارغ کړي او په خپلو نظامي قطعاتو کې یې ځای پرځای کړي دي.
د سرچینې په وینا، دغه پوځي ځواک د جنوب غرب حوزې ولایتونو لپاره د “سلطان صلاح الدین”په نامه د طالبانو له یوه پوځي روزنتون څخه فارغ شوي چې د مسؤلینو په وینا یې«دغو کمانډویانو د زده کړو پروخت د سپکو او درنو وسلو دانداخت، ترمیم، د پوځي عراده جاتو او وسائطو چلول او استعمال هم زده کړي په فکري او عقیدوي برخه کې په لوړه کچه روزل شوي او غوره بدني تربیت هم ورکړل شوی دی ـ تر څو د ګرم او یخ موسمونو او هرقسم شرائطو او حالاتو سره مقابله وکړای شي»
د یاد پوځي روزنتون یوه افسر ویلي، نویو فارغ شویو سرتیرو له افغان او امریکایي ځواکونو څخه په مراتبو لوړه زده کړه ترلاسه کړې او په هر ډګر کې په پیاوړې روحیه روزل شوې دي.
طالبان وایي، په پام کې لري زیاتره فارغ شوي سرتیري د خپلو اړوندو ولایتونو په کوماندویي قطعاتو کې تشکیل ، تنظیم او توظیف کړي.

د یادونې وړ ده چې طالبان د هیواد په داخل کې د سیمې په کچه لوی پوځي روزنتونونه لري چې وخت په وخت ترې په لوی شمیر هغه ځوانان چې غواړي له خپل دین، ناموس اوخاورې د دفاع په خاطر د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د افغان متحدینو پرضد وجنګیږي، له پرمختللو پوځي زدکړو فارغوي.

دلته د فارغو شویو طالب کمانډویانو هغه انځورونه درته خپروو چې د طالبانو پر رسمي ویبپاڼه خپاره شوي دي.

طالبان
طالبان

طالبان
طالبان

طالبان

طالبان

طالبان
طالبان
طالبان

طالبان
طالبان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: