د اشرف غني په مشري د دولت ساز ټیم همکار په سویډن کې د فساد په تور نیول شوی

عزم(سه شنبه، ۳ مرغومی ۱۳۹۸): یوې سویډنی ورځپاڼې لیکلي دي چې د اشرف غني په مشری د دولت ساز ټیم یو تن همکار او د امرالله صالح کمپایني مرستیال عبدالرزاق احمدزی په دغه هیواد کې د فساد په تور نیول شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې هغه له تیرو دریو کلونو راهیسې د مور د تقاعدي پیسې اخلي او حال دا چې هغه درې کاله وړاندې په افغانستان کې وفات شوې او خاورو ته هم سپارل شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې احمدزي وړاندې سویډني چارواکو ته د مور د پیسو د غوښتنې پر وخت ویلي وو چې مور یې افغانستان کې ده.

دغې ورځپاڼې همدا راز لیکلي چې عبدالرزاق احمدزی د امرالله صالح په مشری د زرغون بهیر ګوند مرستیال دی خو دغه ګوند وایي چې نوموړی دوی سره کار نه کوي.

دغه ګوند داسې مهال د احمدزي له مرستیالی او د ګوند له غړیتوب انکار کوي چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال نوموړي د امرالله صالح د کمپاین د مرستیال په توګه په دنده کار کولو.

د یادونې وړ دی چې په تیرو څو ورځو کې دا دوهم افغان دی چې له هیواد بهر د فساد په دوسیه کې نیول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: