حسد او علاج يې!

 

د چا په عزت، مالدارۍ يا شهرت ځورېدل او په غم يې خوښېدل؛ کينه يا حسد بلل کيږي.

دا ډېر ناوړه کار دی، ځکه چې يو خو يې ګناه کيږي او بل يې زړه هم له کينې او خفګانه ډکيږي، چې په دې توګه يې د دنيا او آخرت ژوند تباه کيږي.

نو له دې آفته د وتلو هڅه په کار ده. طريقه يې دا ده چې له ځان سره سوچ وشي چې ما ته به د دې کينې ګټه څه وي، ايا د بل کس ګټه، شهرت او عزت ما ته څه تاوان رسولی شئ؟ نه، بلکې په دې سره خو يوازې زما نېکۍ برباديږي او ژوند مې تريخيږي.

په حديث شريف کې راځي: کينه نېکۍ داسې خوري لکه اور چې خس خشاک خوري.

دا ځکه چې کينه خو په حقيقت کې داسې ده لکه په الله تعالی چې اعتراض کوي؛ چې پلانی د دې نعمت وړ نه ؤ، تا ولې ورکړی؟ نو توبه، توبه. د الله تعالی مقابله څومره بد کار دی.

کينه کوونکی په دنيا کې تل غمجن وي، خو چا سره چې حسد لري؛ هغه ته هيڅ تاوان نه شي رسولی، يوازې خپل زړه خوري او بس. بلکې هغه کس ته خو يې لا ګټه هم ور رسيږي، ځکه چې د ده نېکۍ هغه ته ورځي.

نو اې مسلمانه! لږ له ځان سره په دې خبرو فکر وکړه او پر زړه زور راوړه. کينه په دې طريقه ختمېدلی شي چې د خلکو پر وړاندې د هغه کس صفت کوه چې ته ورسره کينه لرې. د هغه په اړه داسې وايه: د الله تعالی شکر دی چې فلاني ته يې داسې داسې نعمتونه ورکړي. خدای دې ورته دوه چنده کړي. همداراز له هغه کس سره چې مخامخ کېږې نو احترام يې لره او مينه ورسره کوه.

دا کارونه به لومړی ډېر درته مشکل ښکاري، خو ورو ورو اسانيږي او بالآخره به ان شاء الله حسد بالکل ختم شي.

ګل محمد «سلام خيل»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button