د جدی شپږمه او د ميزان پنځلسمه

ليکنه: سميع الله افغان

له نن څخه پوره څلوېښت کاله وړاندې په همدې ورځ (د جدی په شپږمه) شوروي ځواکونو زموږ پر ګران هېواد يرغل وکړ او د خپلو روزل شويو افغاني غلامانو په ملاتړ او مرسته يې دلته تر څوارلس کالو پر افغان ولس د ظلم، وحشت او استبداد سرچپه مېچنې وګرځولې.
شورويانو پر ګران هېواد له مستقيم يرغل وړاندې لومړی زموږ يو شمېر هېوادوال د غلامۍ په زنځيرونو وتړل، هغوی ته يې د دولت او منصب وعدې ورکړې او د داود خان پر خلاف يې وهڅول. هماغه ؤ چې د يوې پلان شوې خونړۍ پوځي کودتا پر مټ يې د سردار داود خان نظام رانسکور کړ او د قدرت واګې يې تر لاسه کړې.
افغاني کمونيستان د يو ولسي پاڅون پر مټ نه، بلکې د يوې خونړۍ کودتا له لارې واک ته ورسېدل، خو متأسفانه دغې کودتا ته يې د خلکو د انقلاب نوم ورکړ او بيا يې سمدستي د پرديو کمونيستي افکارو د تنفيذ په موخه ګڼ فرمانونه جاري کړل.
افغاني کمونيستانو ونه شول کولی چې په خپلو درواغجنو شعارونو افغان ملت کې دومره ملګري ومومي؛ چې سبا د يو پاڅون له لارې واک ته رسېدلی وای، ځکه خو يې له زوره کار واخيست. خو حقيقت دا دی چې په زور کلي نه کيږي.
افغاني کمونيستانو هم د اوسنيو پرديپالو په شان د يوې پردۍ او نا اشنا مفکورې له ګودره د خپل ټول هېواد د خړوبولو ارمان درلود. خو هغوی هم ناکام او نا مراده شول. ځکه چې د هغوی ټول فرمانونه او احکام د افغان ولس له ديني او ملي ارزښتونو او انګېرنو سره يو مخ په ټکر کې وو.
مګر له دې هر څه سره سره بيا هم دغو بدمرغو «افغانانو» او د واکمنۍ په نېشه مستو کمونيستانو د ظلم، زور او استبداد له لارې د دغو ارمانونو د بشپړ پلي کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او په دې اړه يې هيڅ ډول درېغه ونه کړه. آن تر دې چې تش د خولې اعتراضونه يې هم نه شول زغملی، بالآخره خبره تر دې حده ورسېده چې يوازې په شفاهي معترضينو د هېواد ټول زندانونه ډک شول او بيا ډلې ډلې مړه يا ژوندي تر خاورو لاندې شول.
خو څرنګه چې د يو بشپړ او ازاد ملت زندۍ کول او د اختناق تر حده رسول امکان نه لري، هماغه ؤ بالآخره افغان ولس هم په ښکاره مقاومت لاس پورې کړ او د چړو او تمانچو نښتې ورو ورو ټوپکو، توپونو او بمونو ته ورسېدې.
بيا هاغه ورځ هم راغله چې د (۱۳۵۸ ه. ش) کال د جدی په شپږمه نېټه شوروي ځواکونو زموږ پر ګران هېواد مستقيم يرغل وکړ او د وحشت يو نوی داستان يې پرانيست.
پوره څوارلس کاله شورويان او د هغوی داخلي بړيڅي له افغان ولس سره وجنګېدل، يو نيم ميليون هېوادوال مو شهيدان شول، په ميليونو مهاجر شول او ميليونو نور بې کوره!
خو لله الحمد بيا هم ونه توانېدل چې پر افغان مسلمان ولس د مارکس او لېنن نظريې ومني. تاريخ شاهد دی چې د افغانانو د برحقې مبارزې او جهاد له امله بالآخره له لوی شوروي اتحاد څخه کوچنۍ «روسيه» جوړه شوه.
شورويان او د هغوی افغاني نوکران له ډېرې سختې او شرمېندونکې ماتې سره مخ شول. داسې ماته يې وخوړه چې بيا يې لا تر اوسه د سر اوچتولو ځواک ونه موند. خو له بده مرغه چې د دوی له ماتې وروسته ګران هېواد د يو بل وحشي يرغلګر له خوا اشغال شو. دا ځل افغان ولس له ډېرو مکارو او دروغجنو صليبيانو سره مخ شو او د تېر په څېر دا ځل هم زموږ په لکونو هېوادوال د يو څو پيسو لپاره د خدای له دښمنانو سره يو ځای شول.
خو د تعجب ځای دا دی چې هماغه پروني برېتور کمونيستان چې پرون يې خپل بې وزله هېوادوال په دې ګناه وژل چې ولې شوروي اتحاد ته غاړه نه ږدي او او د مارکس او لېنن افکار نه مني، نن هماغه جنابان ږيره برېت خرېيلي سوټي بوټي د امريکايانو تر څنګ ولاړ دي او دا ځل پر دې ګناه خپل ولس وژني چې ولې د امريکايانو مخالفت کوي او ديموکراسي ته غاړه نه ږدي!
په هر صورت؛ د عقل او فکر غوښتنه دا ده چې له تېر تاريخه عبرت واخيستل شي او د راتلونکې لپاره له هغو خطراتو ځان وساتل شي چې تېر تاريخ کې بيان شوي. ځکه خو اوسنيو پرديپالو افغانانو ته هم لازمه ده چې نور کلکه توبه وباسي او د خدای له دښمنانو څخه خپله بېزاري اعلان کړي. نور دې د يرغلګرو څنګ پرېږدي او له خپل ولس سره دې يو ځای شي، هغه خوندونه چې دوی يې د نورو په غلامي کې لټوي، په ازادي او خپلواکي کې په ډېره ښه توګه موجود دي. دوی دې په ياد ولري چې د جدې شپږمې پسې د دلوی شپږويشتمه هم راځي! هغه ورځ چې ټول شوروي ځواکونه زموږ له ګران هېواده بېرته منفور او مغلوب ووتل، همدغه شان موږ باور لرو چې که خدای کول هغه ورځ هم لرې نه ده چې وروستي صليبي ځواکونه هم شرمنده او خجل ووځي او افغاني نوکران يې د ملت حساب ته پاتې شي!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: