د مجلس آداب

 

چا سره چې مخامخ کېږې نو په ادب ورسره ملاوېږه، په نرمۍ خبره کوه، په مجلس کې لاړې مه توکه، پوزه مه سوڼوه، که اړتيا وي نو له هغه ځايه پاڅه بل ځای لاړ شه، د اسويلي او پرنجي وخت کې په خوله لاس ږده، په زوره خبرې مه کوه، چا ته شا کوه مه او پښې هم مه ورغځوه، لاس تر زنې مه کېنه، له ګوتو ټکونه مه باسه، چا ته په ځير ځير مه ګوره، په ادب کېنه، ډېرې خبرې مه کوه، په هره خبره قسمونه مه کوه، که خبره د ګناه وي بيا يې مه اوره يا يې ايساروه يا ترې پاڅه، تر څو چې خبره يې پوره نه وي؛ منځ کې مه وردانګه، چې څوک راشي مجلس کې ځای ورکوه، سخت ټکي او نا اشنا کلمات مه وايه او چا سره چې ملاوېږې يا رخصتېږې نو سلام پرې اچوه!

د مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله له (بهشتي زېور) څخه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button