پکتيا: د ګډو ځواکونو په قطار بريد شوی، امريکايان هم وژل شوي

عزم(شنبه، ۷مرغومی ،۱۳۹۸): طالبانو ادعا کړې چې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یې  د افغان _امریکایي ځواکونو پر ګډعملیات کاروان بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،دغه بریدونه چې د”غني خیلو او پاتوګۍ”په سیمو کې پر ګډوځواکونو ترسره شول، په پایله کې یې دوه ۲ تنه امریکایي، دوه۲ داخلي ضربتي عسکر وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
طالبانو دغه راز ویلي چې په دغو نښتو کې د دوی وسلوالو ته کوم زیان نه دی ور اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ  په کندز ولایت کې هم د ګډوځواکونو پر عملیاتي قطار د بریدونو پر مهال دوه۲ تنه امریکایي عسکر وژل شوي وو.

تر اوسه په کابل کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ویاندویانو په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: