لغمان: د ترافیکي پیښې له امله تر شلو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(شنبه، ۷مرغومی ،۱۳۹۸): راپورونه وایی چې نن ماسپښین مهال درې بجې د کابل ــ جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت په قرغيو ولسوالۍ کې د دوو مارسیډیز ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله ترافیکي پیښه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي رسنیو ته ویلي، په دغه پیښه کې درې۳ کسان مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان دي چې په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.

د لغمان ولایت د ولایتي روغتون مسؤلین وایي، په ټپیانو کې د ځینو یې حالت د اندیښنې وړ ښوودل شوی دی.
چارواکو د ټکر لامل د موټرچلوونکو بې پروایي او بې احتیاطي ښوودلې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: