شاهین: رسنۍ دې غیر تصدیق شوي راپورونه نه خپروي

عزم(دوشنبه، ۹مرغومی ،۱۳۹۸): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند له رسنیو غوښتي تر څو د هغو راپورونو له خپراوي ډډه وکړي، چې حقیقت نه لري.
شاهین ویلي «ځينې رسنۍ د آوازو په اساس رپوټونه خپروي چې حقیقت نلري. البته کله چې څه وي،
موږ یې حتما خپل ولس او میډيا سره شریکوو. رسنۍ دې غیر تصدیق شوي راپورونه، نه خپروي.»

شاهین په واضحه توګه نه دي ویلي، چې کوم راپورونه دي چې باید رسنۍ یې له خپرواي ډډه وکړي، خو ښکاري چې اشاره یې د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د ممکنه ۱۰ ورځني اوربند په تړاو وروستیو خپرو شویو رپوټونو ته ده.
تازه د اسوشیټیډپریس خبري اژانس او بي بي سي د خپلو نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې طالبان تر خپلمنځي مشورو وروسته د یوه سرتاسري  لس ورځني اوربند په تړاو هوکړې ته رسیدلي دي.

یادو سرچینو ویلي، د اوربند یا تاوتریخوالي د کموالي ورځو شپو کې به طالبان له امریکایي لوري سره نهایي شوې توافقنامه لاسلیکوي او په تعقیب به یې بین الافغاني مذاکرات هم پیلیږي.؛ خو طالب ویاندویان تر اوسه په رسمي توګه د دې خبر پخلی نه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: