د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې تر شلو زیات عسکر وژل شوي

عزم(چهارشنبه، ۱۱ مرغومی ۱۳۹۸): بیګا شپه د کندز دشت ارچي ولسوالۍ اړوند دادسي سیمه کې طالبانو د امنیتي ځواکونو په یوه قرارګاه برید کړی دی چې تر شلو زیاتو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

اریانا نیوز د یوې امنیتي سرچینې له قوله وایي چې په دغه برید کې د ملي ارد د ۲ سرتیرو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي چې ۱۳ تنه نور یې سیمئیز اربکیان دي.
سرچینه وایي چې د دې سربیره لس تنه نور زخمیان هم دي.

د کندز د ولایتي شورا منشي فوزیې یفتلي بیا ازادي رادیو ته ویلي چې د طالبانو په دې برید کې، چې د شپې په ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې ترسره شوی، ۱۳ سرتېري وژل شوي او څو نور ټپیان دي، خو د کندز ولایتي چارواکي بیا د یاد برید په اړه جزئیات نه ورکوي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی، ویاند یې رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې تیره شپه د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې په ۲ دفاعي پوستو چاپه وهلې، چې دواړه پوستې یې نیولي۲۴ تنه پولیس یې وژلي، ۱۱ نور یې ژوبل کړي، خورا ډیره سپکه او درنه وسله او مهمات لاسته ورغلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: