امریکایي سفیر: د یو میلیون رایو ګټونکی سیاسي اعتبار نه لري

عزم(پنجشنبه،۱۲مرغومی ،۱۳۹۸): کابل کې د امریکا سفیر جان باس تیره ورځ په یوه مرکه کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وننګاوو چې ګواکې د ترلاسه شوېو رایو په مټ نه شي کولی بشپړ سیاسي واک ترلاسه کړي.
نوموړي، چې څو ورځې وړاندې یې له اشرف غني څخه د وزیراکبرخان مډال هم ترلاسه کړ، طلوع نیوز ته وویل چې، تېرو ولسشریزو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه وه او د هغو ۹ میلیونه کسانو له ډلې چې د رایې ورکولو جوګه دي، یوازې یو میلیون کسانو یې ښایي راتلونکي ولسمشر ته رایه ورکړې وي چې په وینا یې «په یو میلیون رایو ټاکل شوی ولسمشر  ډېر سیاسي اعتبار نه لري»

جان باس ویلي، ښه به وي، راتلونکی ولسمشر واک له نورو سره شریک کړي ځکه چې د ده په خبره، د امریکا په سیاسي کلتور کې د دومره کسانو رایې د ټولو هغو وګړو استازیتوب نه کوي چې د رایې ورکولو جوګه دي.

نوموړي وویل، بین الافغاني خبرو لپاره باید داسې یو داسې هیئت جوړ شي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي او په انحصاري توګه دې لیستونه نه جوړیږي.

د نوموړي داڅرګندونې داسې مهال راځي چې لا هم د انتخاباتو وروستۍ نتیجه نه ده مالومه خو د اشرف غني په مشرۍ واکمن ټیم وار له مخه خپله بریا لمانځلې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: