د خلاصون لارې شورا:اسلامي نظام دې رامنځته او حدود باید تطبیق شي
عزم(پنجشنبه،۱۲مرغومی ،۱۳۹۸):د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا تیره ورځ د بلخ ولایت له ولسونو سره د افغانستان د روان وضعیت او د سولې د روان بهیر په تړاو د مشورو په خاطر لويه غونډه ترسره کړه جې په کې ددغه ولایت ګڼو علماؤ، سیاسیونو، ځوانانو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړی وو.
دغه غونډه چې د یادې شورا د مشر سيد محمد اکبر آغا په مشرۍ وربلل شوې وه، ګډونوالو یې د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره له امریکا، طالبانو او حکومت څخه د سولې د روان بهیر د لاګړندي توب غوښتنه کړې ده.
پریکړه لیک کې د روانې جګړې اصلي لامل د امریکایانو پوځي حضور “اشغال”ښوودل شوی او ویل شوي دي چې «د امريکايانو په شتون کې هیڅکله سوله نشي راتللاى؛ هغوى بايد دا درک او د وتلو جدي پريکړه وکړي»
اعلامیه کې له ګاونډیو هیوادونو هم غوښتل شوي چې د سولې په راوستو کې مثبت رول ولوبوي ځکه چې په وینا یې د جګړې دوام دوى هم زيانمنوي.
د بلخ ولسونو او د خلاصون لارې شورا د کابل پر حکومت غږ کړی دی چې د سولې تخریب دې نه کوي، د سولې لپاره د روانو هڅو په ملاتړ سره دې له خپل ښه نیت وښایي او داچې هيڅکله دې سوله د انتخاباتو لپاره نه قرباني کیږي.
پریکړه لیک کې وروستیو اخلاقي مفاسدو ته په کتو سره ویل شوي دي چې «په افغانستان کې بايد اسلامي نظام حاکم شي او د حدودو تطبيق يو اړين او ضروري امر دى»
اعلامیه کې پر طالبانو او کابل حکومت غږ شوی دی، چې کله هم د دواړو اړخونو تر منځ مذاکرات شروع کيږي ملت ته بايد جدي توجه وشي، او د ملت له منځه با رسوخه او عالم کسان تعيين شي ترڅو چې په وینا یې واقعي سولې ته ورسيږو