ورځنی حديث: د الله تعالی پر تقدير رضامندي

 

عن أنسٍ رضی الله عنه قال: قال النبيٌ صلي الله عليه وسلم: (إِنَّ عِظَمَ الْجَزَاءِ مَعَ عِظَمِ الْبَلاءِ، وإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ إِذَا أَحَبَّ قَوْمًا ابْتَلاهُمْ، فمَنْ رَضِيَ فَلَهُ الرِّضَا، وَمَنْ سَخِطَ فَلَهُ السَّخَطُ) رواه الترمذي وحسنه

ژباړه: له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: بېشکه چې لويه بدله او ثواب له لوی ازميښت سره دی او بېشکه کله چې الله تعالی يو قوم دوست وګڼي نو ازميښت پرې کوي؛ که څوک (د الله پر تقدير) راضي شو نو د هغه لپاره د الله تعالی رضامندي ده او که څوک په قهر شو (په تقدير راضي نه شو) نو د هغه لپاره د الله تعالی قهر دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: