فقط ايمان د خلاصون لاره ده

 

په کتاب (الله يتجلی في عصر العلم) او دغه راز په کتاب (الطب محراب الايمان) کې دا حقيقت په ډاګه شوی چې پر الله تعالی ايمان او باور يواځينی شی دی، چې له يو بنده سره د هغه د غمونو او پرېشانيو په ختمولو کې غټه مرسته کوي.

(وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ ۚ )

« او څوک چې پر الله تعالی ايمان ولري الله تعالی د هغه زړه ته هدايت وربښي»

څوک که پر دې وپوهيږي چې دغه هر څه د الله تعالی د قضاء او تقدير پر بنياد منځ ته راغلي دي، نو د هغه زړه د رضاء او تسليم طرف ته اوړي.

ايو شاعر وايي: زه پوهېږم څه چې راته د الله تعالی له طرفه رارسېدلي دي، هغه تر ما د مخه خلکو ته هم رسېدلي دي.

د نفسيانو په اړه لويديځ مشهور ليکوالان لکه: کرسي مريسون، الکس کاريل او ډيل کارينګي دا خبره مني چې د غرب لپاره؛ چې په چټکۍ سره يې د اخلاقو ماڼئ نړيږي او پر خپل ژوند ستومانه دي، د ځان ژغورنې لپاره له دې پرته بله لاره نه لري چې بايد پر الله تعالی ايمان راوړي! په لويديځ کې د انتحاري حوادثو د رامنځ ته کېدو اصلي سبب الحاد او له الله تعالی نه مخ اړونه ده.

الله تعالی فرمايي:

(لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ)

«په يقيني توګه د هغو لپاره سخته سزا ده چې د حساب ورځ يې هېره کړه»

د «الشرق الاوسط» جريدې د (۲۱، ۴، ۱۴۱۵ هجري قمري) تاريخ په يوه ګڼه کې د امريکا د پخواني ولس مشر «جورج بوش» په ارتباط وليکل چې: نوموړي څو ځله پر ځان وژنه اقدام کړی!

يوه ورځ يې کوښښ وکړ چې خپل موټر کومې کندې ته ګذار کړي، بيا يې کوښښ وکړ چې ځان زندۍ کړي.

«لا تحزن، مه خفه کېږه» کتاب څخه…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button