حامد کرزي د امریکا په هوایي برید کې د قاسم سلیماني وژنه غندلې ده

عزم(جمعه، ۱۳ مرغومی ۱۳۹۸): د افغانستان پخواني رییس جمهور حامد کرزي د بغداد په هواي ډګر د امریکا هوایی برید چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د مشر قاسم سلیماني په وژنه تمام شو په کلکه غندلی.

کرزي دغه برید د نړیوالو اصولو خلاف بللی او زیاته کړې یې ده چې دا ډول بریدونه د سیمې امنیت ته خطر جوړولی شي.
د کرزي سربیره د حکومت اجراییه رییس هم د قاسم سلیماني پر وژل کېدو خواشیني ښودلې ده.
د اجراییه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،ایران د افغانستان ښه متحد دی او د افغان جهاد پرمهال د افغانانو ترڅنګ ولاړ و.

د قاسم سلیماني وژنه که څه هم کرزي او اجرائیه رئیس غندلې خو یو شمیر نورو افغانانو بیا هغه د افغانستان په چارو کې مداخله کوونکی او د امنیت خرابوالي لامل بللی دی.

قاسم سلیماني د ایران څخه بهر د دغه هیواد د پوځ رهبري کوله چې اوس مهال یې په یمن، سوریه او عراق کې د شیعه ملیشو سرپرستي په غاړه درلوده او په کور دننه لوی درستیز هم ګڼل کیدلو.

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا قاسم سلیمانی د زرګونو امریکایي سرتیرو د وژلو او ټپي کولو مسول بللی، او زیاته کړې یې ده چې اوس هم هغه د امریکایي سرتیرو د وژلو په پلانونو بوخت و، خو بریالی نشو.

ټرمپ ویلي: سلیماني په ایران کې د وروستیو اعتراض کوونکو په ګډون د میلیونونو انسانانو په وژنه کې په مستقیم او غیر مستقیمه توکه لاس لرلو.
ولسمشر ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه همداراز لیکلي ” سلیماني په کور دننه یو ډاروونکی او متنفر شخص و، کلونه مخکې باید وژل شوی وی”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: