ولسي جرګه: امنیتي ادارې یوازې د کابل امنیت نه شي خوندي کولای

عزم(یکشنبه، ۱۵، مرغومی، ١٣٩٨ل): د ولسي جرګې غړي وايي، په کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې جنايي پېښې ډېرې شوي، چې ورسره یې د ځینو خلکو اندېښنې هم راپورته کړي دي.

د دې جرګې ځینې غړي وايي، په اړوند موضوع باید امنیتي چارواکي وپوښتل شي او د روانو جنايي پېښو په اړه ورنه پوښتنه وشي.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني وايي، طالبان اوس مهال د کندوز  پر درېیو ولسوالیو بشپړ واک لري او کېدای شي کندوز یو ځل بیا سقوط شي.

د ده په خبره، یوازې د کندوز امنیت نه دی، بلکې په کابل کې هم خلک په رڼا ورځ لوټل کېږي او د شپې پر مهال خلک د امنیتي پوستو او پولیسو په شتون کې وژل کېږي.

د دې جرګې ډېری غړي وايي، په کابل کې جنايي پېښې اوج ته رسېدلي او په دې اړه باید امنیتي ادارې د ولسي جرګې غړو ته ځواب ووايي.

د ولسي جرګې غړي داسې مهال په کابل کې د جنايي پېښو د ډېرېدو وايي، چې په کابل کې هره شپه ځینې خلک د وسله‌والو غلو له لوري لوټل کېږي او ځینې وژل شوي هم دي.

د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې په کابل کې د شپې او ورځې پر مهال منظمې ګزمې کوي او ګڼ شمېر غله یې نیولي هم دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button