زلمي خلیلزاد له ملا برادر سره کتلي
عزم(یکشنبه،۱۵مرغومی ،۱۳۹۸): راپورونه وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکاځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی دی.
سرچینې وایي، نوموړي تیره ورځ د طالبانو له سیاسي مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کړې ده.
تر اوسه د دواړو لوریو د لیدنې جزئیات نه دي رسنیز شوي خو ویل کیږي چې د تاوتریخوالي د کموالي موضوع به د دواړو لوریو ترمنځ مهمه هغه وي.
تر دې وړاندې طالبانو له خپل مشرتابه سره د تاوتریخوالي د کموالي په هکله د مشورو لپاره وخت اخیستی وو چې ویل کیږي طالبان به یې اوس په تړاو له امریکایي استازو سره د نهایي شوې توافقنامې د لاسلیک د وخت او ځای په هکله خبرې وکړي.
.