ځیني خلګ ولي لمونځ نه کوي؟

ع.عزام

یو ملګری مې بې لمانځه و، خو وروسته بیا ترې الله ښه لمونځ ګزاره انسان جوړ کړ. کیسه یې داسې کوي چې:
یوه ورځ د نورو ملګرو سره په صنف کې ناست وم او د دیني مضمون استاذ له شاګردانو څخه پوښتنه وکړه چې:
ستاسي څه خیال دی چې کوم خلګ لمونځونه نه کوي؟
یوه شاګرد وویل: استاذ! هغه چې مړه دي هغوی لمونځ نه کوي.
بل شاګرد وویل: استاذ محترم! هغه چې لمونځ یې نه وي زده.
دریم ماشوم پر خپل ځای ودرېد او ویې ویل: هغه خلګ چې مسلمانان نه وي، هغوی لمونځ نه کوي.
یو بل ماشوم هم ورته ځواب ووایه چې کوم خلګ چې کافران دي، هغوی لمونځ نه کوي.
پنځم ماشوم وویل: معلم صاحب! کوم کسان چې له خدای څخه نه وېرېږي، هغوی لمونځ نه کوي.
ټولو شاګردانو خپلي رایي بیان کړې.
مګر
په فکرونو کې زه غرق شوم چې زه له یادو کسانو څخه کوم یو یم؟
آیا زه مړ یم؟
نه، لا خو ژوندی یم.
آیا لمونځ مې نه دی زده؟
لمونځ مې هم زده دی.
آیا مسلمان نه یم؟
الحمدلله! مسلمان هم یم.
آيا له خپل رب څخه نه وېرېږم؟
وېرېږم.
آیا کافر یم؟
نعوذبالله
نو بیا ولي لمونځ نه کوم؟
د خپل ځان سره مې وویل:
که د قبر په لومړۍ شپه پوښتنه راڅخه وشي چې:
ته ژوندی وې…
لمونځ دي زده و…
مسلمان هم وې…
له الله تعالی څخه هم وېرېدلې… بیا دي ولي لمونځ نه کاوو؟
زه به څه ځواب ورکوم؟
په بدن کې مې سړې څانګې ولاړې شوې او د ځان سره مې کلکه اراده وکړه چې نور به هیڅکله لمونځ نه پرېږدم.
هغه کسان چې لمونځ نه کوي، په دې اړه دي فکر وکړي چې دوی له پورته کسانو څخه کوم یو دی؟ او که په دې کې نه راځي نو بیا څه وجه ده چې لمونځ نه کوي؟ فقط د کلکې ارادې ضرورت دی او له الله تعالی څخه د مرستې غوښتني او بس.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button