حامد کرزی د قاسم سلیماني جنازه کې د ګډون لپاره ایران ته تللی

عزم(سه شنبه، ۱۷ مرغومی۱۳۹۸): د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د قاسم سلیماني په جنازه کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی.

بلخوا بیا افغان حکومت د نړۍ په کچه خپلو ټولو پلاوو ته لارښوونه کړې چې د ایران د سفارتونو لخوا د قاسم سلیماني په مراسمو کې د ګاونډیو هیوادونو پروړاندې د افغانستان خاورې په نه کارولو دې تایید وکړي.
د قاسم سلیماني جسد به د ایران په کرمان ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ دی چې په تیرو پنځو کلونو کې ایران ته د حامد کرزي دا لومړنی سفر دی، د هغه د دورې له پای ته رسیدلو وروسته ډیرو هیوادونو ته تللی خو ایران ته نه وو تللی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button