د ناټو تر اعلان وروسته؛څوهیوادونو له عراقه د ځواکونو د ایستلو خبر ورکړی

 

عزم(چهار شنبه،۱۸مرغومی ،۱۳۹۸):،وروسته تر هغه چې د شمالي اتلانتیک سازمان”ناټو”خبر ورکړ چې د مؤقت وخت لپاره غواړي له عراق نه خپل ځواکونه وباسي او ددغه هیواد ځواکونو د روزنې لړۍ یې درولې، د امریکا او بریتانیا په ګډون ګڼو هیوادونو له دغه هیواده د ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړې یایې هم ورته تیاری نیولی دی.
د کاناډا د ګډوځواکونو لوی قوماندان ، «جاناتان ونس» سي بي سي نیوز ته ویلي دي چې غواړي خپل لوی شمیر ځواکونه له عراق نه کویټ ته انتقال کړي.
کاناډا دا مهال په عراق کې ۵۰۰ سرتیري لري او دفاع وزارت یې ویلي چې د دې ګام موخه یې په سیمه کې د خپلو ځواکونو ساتل او د ممکنه پیښو څخه د هغوی د مرګ ژوبلې مخنیوی دی.

بل لور ته د جرمني دفاع وزارت هم د ورته اقدام خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې خپل ۳۵ تنه سرتیري یې وار له مخه له بغداد څخه کویټ ته انتقال کړي او د نورو د انتقال تصمیم به هم ونیسي.

ایټالیا هم ورته اقدام کړی او د یونیو۳ په نامه خپل پوځي مرکز یې پریښی دی.
آخوا بیا د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې کله هم عراقي حکومت له دوی څخه د وتلو غوښتنه وکړه، سملاسي به خپل سرتیري خپل هیواد ته راستانه کړي او دوی په دې هکله بشپړ اقدامات نیولي دي.

په ورته مهال د بریتانیا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې ویلي چې امریکایي ځواکونو د عراق له شیعه میشتو سیمو د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړې او دسنيانو ترکنترول لاندې سیمو کې یې د میشتیدو زمینه ورته برابره کړې ده.

ورځپاڼه وایي امریکایي ځواکونو د پلازمینې بغداد اړوند سیمې پریښې او له شنبې راهیسې بیا د سه شنبې تر سهاره یې خپل ټول ځواکونه او مهمات د البلد پوځي قرارګاه او نورو پوځي مرکزونو چې شیعه میشتو سیمو کې وې، انتقال کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د عراقي پارلمان له پریکړې سره سره نه غواړي عراق پریږدي او له دغه هیواده خپل سرتیري وباسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: