دفاع وزارت: د فراه ولایت کې د ملي اردو یوه چورلکه غورزیدلې

عزم(چهارشنبه، ۱۸ مرغومی ۱۳۹۸): د ملي دفاع وزارت وایي نن له غرمې وړاندې د فراه ولایت کې د ملي اردو یوه چورلکه چې د دغه ولایت پرچمن ولسوالۍ ته بر لاره وه غورزیدلې ده.

دفاع وزارت د چورلکې د سقوط لامل تخنیکي ستونزې بللي او زیاته کړې یې ده چې د الوتکې دوه پیلوټان هم په پیښه کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې (۳۵ ای ایم) چورلکه د تخنیکي ستونزې سره مخ او راولویدله خو تر دې وړاندې د چورلکو د غورزیدلو هره پیښه تخنیکي ستونزه بلل شوې ده.

طالبانو تر اوسه د یادې چورلکې په اړه څه نه دی ویلي خو تر دې مخکې یې اکثر وختونه د الوتکو د سقوط په اړه ادعا کړې چې دوی ویشتلې دي.

دا په روان کال کې د ملي اردو دوهمه چورلکه ده چې دفاع وزارت یې لویدل تخنیکي ستونزه بولي او سقوط کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button