غزني کې دوه پولیس د سون توکو د نه شتون له امله یخ وژلي

عزم(پنجشنبه، ۱۹ مرغومی ۱۳۹۸): د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ کې وړمه شپه دوه پولیس د سون توکو او اړینو موادو د نه شتون له امله یخ وژلي دي.

یک تلویزون بیا وایی چې د ۲ پولیسو سربیره ۲ تنه ملکي کسان د قره باغ او ناهور ولسوالیو کې هم د زیات یخ له امله وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو څو ورځو کې د غزني ولایت کې د یخوالي درجه منفي ۲۰ ته رسیدلې ده چې ډیره زیاته ده.

د یخ له امله د پولیسو د وژل کیدو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې نن یې دوهمه ورځ ده خو د کورنیو چارو وزارت د یاد خبر په اړه هیڅ نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button