سږمیلادي کال د نړۍ کوم هیوادونه تر ټولو با ارزښته پاسپورټونه لري

افغانستان يو ځل بيا د نړۍ د‌ پای په پوله کې پروت او ۱۰۷ نمبر کې دی چې اوسیدونکي یې ۲۶ هېوادونو ته بې ويزې تللی شي.

عزم(پنج شنبه،۱۹مرغومی ،۱۳۹۸):،د Henley Index په نامه ويب پاڼه چۍ هرکال د نړۍ د هیوادونو با ارزښته پاسپورټونه اعلانوي، یوځل بیا یې د یادو هیوادونو لړ لیک خپور کړی دی چې افغانستان د تیر په څیر یوځل بیا په کې وروستی مقام خپل کړی دی.

د پاسپورتونو د ارزونې ویبپاڼه د نړۍ هیوادونه د امنیت، اقتصاد، سیاسي اړیکو سیاحتي سفرونو او نورو له مخې ارزوي او بیا په ترتیب سره د د هغوی پاسپورتونو ته مقام ورکوي، چې دا مقام یې مستقیماً پر اعتبار هم اثر لري او درلودونکي یې مقام ته په کتو سره پرته له ویزې محدودو ټاکل شویو هیوادونو ته سفرونه کولی شي.

په سږني اعلان شوي نوملړ کې د تیرکال په څیر یوځل بیا جاپان مخکښ ځای نیولی او د پاسپورت درلودونکي یې کولی شي چې د نړۍ ۱۹۱ هېوادونو ته پرته له ویزې سفرونه وکړي.

تر جاپان وروسته د سینګاپور پاسپورټ په دوهم مقام کې راغلی او د دغه هیواد اتباع کولی شي چې نږدې ۱۹۰ هېوادونو ته له ویزې پرته سفرونه وکړي.

په همدې ترتیب جنوبي کوریا او جرمني دریم ځای نیولی او د دغه هیواد وګړي کولي شي چې له ویزې پرته د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته سفر وکړي.

څلورم نمبر ايټاليا او فنلېنډ ګټلی چې اوسېدونکي يې ۱۸۸ هېوادونو ته بې ويزې تللی شي یاهم له رسیدو سره سم اقامه ترلاسه کوي.
په همدې ترتیب سره اسپانيا، لوکزامبورګ، ډنمارک، سويډن،فرانسه،سويټزرلېنډ، پرتګال، نېدرلېنډ ،ايرلېنډ او استريا تر اووم نمبر پورې جفت،جفت ځایونه خپل کړي او وګړي یې تر ۱۸۷ او ۱۸۰ هیوادونو پورې د خپلو پاسپورټونو په مټ تللی شي.

د امریکا او بریتانیا پاسپورتونو که څه هم لوړ مقام نه دی ترلاسه کړی خو لسو غورو کې راغلي؛ امريکايي او بریتانوی پاسپورټ په اتم نمبر او درلودونکي یې پرې ۱۸۴ هېوادونو ته پرې بې ويزې تللی شي.

د متحده عرب اماراتو پاسپورت چې وړم کال د نړۍ غوره پاسپورت وو اوس یې ۱۸ مقام ته تنزل کړی خو له خپلو عرب سیالانو بیا هم وړاندې دی او درلودونکي یې ۱۷۱ هیوادونو ته سفر کولی شي.

خو د نړۍ د دوو سترو قدرتونو “روسیې او چین پاسپورتونه بیا  تر نوروسیالانو یې بې ارزښته ګڼل شوي، چينايي پاسپورت ۷۲م ځای لري او په مټ یې ۷۱ هېوادونو ته بې ويزې تللی شئ او روسي پاسپورت بیا ۵۱ مقام ترلاسه کړی چې درلودونکي یې ۱۱۸ هېوادونو ته بې ويزې  تللی شي.
دغه راز د نړۍ یوه بل قدرت هند هم د پاسپورت د حیثیت له مخې شاته پاتې دی چې د ۸۴م مقام په درلودلو سره یې اتباع یواځې ۵۸ هیوادونو ته سفر کولی شي؛ پر همدې نمبر د قطر هیواد هم راغلی دی.

بلخوا افغانستان يو ځل بيا د نړۍ د‌ پای په پوله کې پروت او ۱۰۷ نمبر کې دی چې اوسیدونکي یې ۲۶ هېوادونو ته بې ويزې تللی شي.
عراق ترې یوه درجه وړاندې دی او پاکستان بیا ۱۰۴ ځای خپل کړی چې د نړۍ ۳۲ هیوادونو ته یې اتباع بې ویزې تللی شي؛ په داسې حال کې چې له بندیزونو سره مخ ایران هیواد هم ترې وړاندې دی او ۹۸ ځای یې خپل کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button