ایران ومنله چې د قدس ځواکونو مشر یې تیرکال افغانستان ته راغلی وو

عزم(جمعه،۲۰ مرغومی ،۱۳۹۸):افغانستان ته د ایران د سپاه پاسداران “قدس” د ځواکونو د نوي ټاکل شوي مشر اسماعیل آقاني دراتګ خبر چې د ټولنیزو رسنیو پرمخ یو تر ټولو تود خبر وو، د ایران سفیر یې په هکله سپیناوی وکړ او د هغه د راتګ پخلی یې وکړ.

په کابل کې د ایران سفیر “بهادر امینیان” آریانا نیوز ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې آقاني د ملي امنیت په غوښتنه کابل ته راغلی وو او له همغه ځایه بیا بامیانو ته د ملي امنیت د امکاناتو په مټ وړل شوی دی.
ایراني سفیر د قاآني د سفر د موخې په هکله وویل: “هغه ستاسو د مقاماتو د بلنې په اساس دلته راغلې و او د امنیتي چورلکو له لارې بامیانو ته انتقال شوې و. دا یو حقیقت دې. او دغه سفر د امنیتی خبرو اترو په موخه سرته رسیدلې و.”
تر دې وړاندې د بامیانو والي ویلي وه چې آقاني ورته خپل ناسم نوم ښوودلی وو، خو امینیان دا خبره نه مني او زیاتوي چې آقاني په خپل نوم هلته ورغلی او په وینا یې چې هیڅ اړتیا نشته ترڅو یو ایرانی چارواکی دې په بدل نوم کومې سیمې ته ولاړ شي.

بل لورته د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان ته د قدس ځواکونو د مشر د راتګ خبر څیړي او په دې هکله به وروسته خپل نظر څرګند کړي.
ایراني سفیر دغه راز وویل چې که په افغانستان کې له میشتو امریکایي اډو  پر ایران برید وشي، په هکله به یې د ایران رهبران تصمیم ونیسي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button