غزل

 

موږلېوني يو تقدير نه لرو، ازل نه لرو
داسې سفر کې يو چې، مل او هم منزل نه لرو

 

رانه ښکاره شي، مينه زړه کې پټ ساتلى نه شو
مونږ ساده خلک يو،مونږ وېره له اجل نه لرو

 

موږه وربل خوښوو ،سترګو کې کجل خوښوو
شوق دتوني او بېګوتي او د ريمل نه لرو

 

موږه( ملاله) غواړو ،موږ يو په( ناهيد ) عاشقان
عشق د(پريتي) او د(ممتا) او د (کاجل) نه لرو

 

دا ښکلي هسې بد ګومانه دي پر موږه باندې!
مونږ دښاريانو غوندې زړونو کې چل ول نه لرو

 

منم ديوان او کتابچې مو له شعرو ډکې دي
خو چې يې تاته کړو ډالۍ داسې غزل نه لرو

 

مونږ چې په خوله څنګه يو زړونو کې هم هاغسې يو
تفاوت مينځ کې دوېنا او دعمل نه لرو

 

موږ يې دوينو مجنونان يو دشيدو يې دي نور
حقياره موږ ورته ماڼۍ د تاج محل نه لرو
محمد حسن حقيار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button