روسیه ولې خپل دوه ځواکمن قاره ویشتونکي توغندي پرزه کوي؟

عزم (شنبه، ۲۱ مرغومی، ١٣٩٨): روسیه سږ کال خپل دوه ځواکمن قاره ویشتونکي توغندي پرزه کوي.

 د R-36M2 په نوم توغندي، چې ناټو یې SS-18 Satan  (ایس ایس-۱۸ شیطان) بولي، د پخواني شوروي اتحاد د وخت دي، خو اوس لا هم په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن میزایل بلل کیږي.

روسي انټرفاکس اژانس په خپل راپور کې ویلي چې د روسیې په یورال خطه کې په یوه پوځي بېس کې دا دوه ساتل کېدونکي توغندي به د راتلونکې نومبر میاشتې په وروستیو کې پرزه پرزه شي.

SS-18 Satan / ایس ایس-۱۸ شیطان توغندی

 دا توغندي نږدې ۵۲ ټنه وزن لري، او دا چې قیمتي مواد پکې دي پرزه به کړل شي.

په یوه ”شیطان“ توغندي کې ۱،۲ کیلوګرامه سره زر، شاوخوا ۱۹ کیلوګرامه سپین زر، څو ګرامه پلاټینم، ۶ ټنه اوسپنیز او ۲۰ ټنه نااوسپنیز مواد وي.

د روسي آر ټي ټلوېزون په خبره، که څه هم R-36M2 په قاره ویشتونکو توغندیو کې تر ټولو ځواکمن بلل کیږي، خو اوس زاړه شوي دي. روسیه پلان لري چې د دې توغندیو پرځای RS-28 Sarmat، چې ناټو یې ”شیطان-۲“ بولي، راولي.

سپوټنیک اژآنس وايي، آر ایس-۲۸ سرمټ توغندي، چې تر ۲۰۰ ټنه زیات وزن لري، په ۱۸ زره کیلومټره واټن کې خپل هدف له منځه وړلای شي. اژانس ادعا کوي چې سرمټ توغندی د امریکا د ټکساس ایالت او یا فرانسې په اندازه سیمه ورانولای شي.

روسی پوځ ادعا کوي چې سرمټ توغندی هر ډول اټومي سرګلولې لېږدولای شي، او د هایپرسونیک نوی نسل میزایل هم پرې نصب کېدای شي.

RS-28 Sarmat

د امریکا او روسیې ترمنځ د توغندیو سیالي د هستوي وسلو د کنټرول له تړونه د واشنګټن تر وتلو وروسته د چټکېدو په حال کې ده. دا تړون به په راتلونکي ۲۰۲۱ز  کال کې ختم شي. که څه هم روسیه د دې تړون پر تداوم ټینګار کوي، خو امریکا لېوالتیا نه ده پکې ښوولې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button