د کندهار چاودنه کې د وژل شوي یوه امریکايي سرتېري په اړه معلومات خپاره شوي

عزم (یکشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۸): د کندهار په پرونۍ چاودنه کې د دوو وژل شویو امریکايي سرتېرو له ډلې یې د یوه په اړه معلومات خپاره شوي دي.

د امریکايي FOX 32 NEWS ټلوېزون د راپور له مخې، ۲۱ کلن میګویل وِلالن د امریکا د ایلینوس ایالت اوسېدونکی و، او پرون شنبه په کندهار کې پر ټانک باندې د ماین په چاودنه کې له یوه بل امریکايي سرتیري سره ووژل شو.

د دویم عسکر په اړه لا تر دې دمه د امریکا دفاع وزارت معلومات نه دي خپاره کړي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، په یاده چاودنه کې دوه نور امریکايي سرتیري ټپیان شوي دي.

دا په ۲۰۲۰ز کال کې امریکايي ځواکونو ته لومړني اوښتونکي تلفات دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: