کندهار او هلمند کې د سېلابونو له راتلو سره لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
عزم(یکشنبه،۲۲ مرغومی ،۱۳۹۸):چارواکي وایي په کندهار او هلمند ولایتونو کې د راوتلو سیلابونو له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۲تنه نور ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت سیمیزو چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې تیره ورځ او نن د سپین بولدک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د سخت باران د اورېدو له امله د څو کورونو چتونه رالویدلي او دېوالونه یې نړیدلي چې په پایله کې یې اته ۸ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
بل لور ته د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي دي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ او لښکرګاه ښار کې د راوتلو سېلابونو له امله درې۳ کسان وژل شوي او نهه تنه نور ژوبلیدلي دي.
نوموړی زیاتوي، سیمه کې د دوی پرسونل د ژغورنې چارې پیل کړې او په وینا یې چې د دې امکان شته چې د وژل شویو شمېر نور هم زیات شي.
آخوا بیا د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدلاحد ولي زاده رسنیو ته ویلي دي چې د سختو اورښتونو له امله د هرات – کندهار – کابل لویه لار په بشپړه توګه بنده ده. د هرات – تورغنډۍ، هرات – اسلام کلا او هرات – قلعه نو لویه لار له تېرې شپې راهسې په بشپړه توګه تړل شوې دي.
ددغه ولایت ځايي چارواکي وايي چې په انجیل ولسوالۍ کې د زیاتې واورې د اوریدو له امله د یوه کور چت نړېدلی چې شپږ کسه په کې مړه شوي دي.
په همدې حال کې د هوا پېژندنې ملي اداره وایي چې په راتلونکې اوونې کې به هم هېواد د درنې واورې او بارانونود اورېدو شاهد وي.
په ورته وخت کې طالبانو پر ټولو خیریه بنسټونو، هیوادوالو او خپلو پلویانو غږ کړی دی تر څو د اورښتونو له امله د ځپل شویو هیوادوالو مرستې ته ورودانګي او لاسنیوی یې وکړي طالبانو ویلي دي چې خیریه بنسټونه دې هغو سیمو ته چې اورښتونو زیانمنې کړې، مرستې ورسوي