د اشرف غني ډلې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له تازه پریکړې سره مخالفت کړی

عزم(دوشنبه،۲۳ مرغومی ،۱۳۹۸):په داسې حال کې چې د ټاکنو کمیسیون له خوا په لومړي پړاو کې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اشرف غني اعلان شو او مخالفینو یې دا کړنه د کمیسیون له خوا د لویې درغلي شتون وباله او پر وړاندې یې زرګونه شکایتونه د ټاکنیزوشکایاتو کمیسیون ته ثبت کړل، تازه د دغه کمیسیون د څېړنې منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي وايي چې د هغو محلونو شمېر چې رایې یې بیا شمېرلو ته اړتیا لري ۲۹۲۸ ته لوړ شوی دی.

الیاسي زیاتوي، له دې ډلې،به په ننګرهار کې د ۱۵۸۰ محلونو، کونړ کې د ۲۴۸ محلونو، پکتیا کې د ۳۸۶ محلونو، نیمروز کې د ۱۷۷ محلونو او هلمند کې د څه باندې ۱۵۰ محلونو رایې بیا شمېرلو ته ولاړې شي.

خو د اشرف غني ډلې چې زرګونه شکایتونه یې هم یاد کمیسیون ته ثبت کړي، د کمیسیون له دې پریکړې سره مخالفت کړی دی.

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې تخنیکي مسوول اجمل هوډمن رسنیو ته ویلي دي چې:«ټاکنو کمېسیون د یوې پرېکړې پر بنسټ د ۱۰۴ زره محلونو رایې بیا شمېرلو ته واستولې او بیا شمېرنه وشوه او بیا کومه بله بیا شمېرنه مفهوم نه لري، او له قانوني پلوه د کړنلاې پر بنسټ د پوښتنې وړ ده او موږ ته د منلو نه ده.»
بلخوا بیا د ډاکتر عبدالله ټیم وایي، «په هغه صورت کې چې پاکې رایې له ناپاکو هغو جلا شي، دقیق او د کړنلارې پر بنسټ قانوني چلند وشي له شک پرته په پایلو کې بدلون راځي. »

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون یوه ویاند طلوع نیوز ته ویلي دي چې تر اوسه په دې برخه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ورسره همغږي نه ده کړې او زیاتوي چې:«د ټاکنو کمېسیون له موږ غوښتي د دې لپاره چې هوا ښه نه ده، د امنیتي مسایلو په پار، د دې لپاره کوم شمېر کارکوونکو ته اړتیا ده، د دې لپاره چې بار کوډ کمپیوټر ته هم په ځي وویل که چېرې تاسې په یو ه وار له موږ سره شریک کړئ ښه ده چې ولایت په ولایت وي، طبیعتاً یک وخت نیوونکې ده.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنو کمېسیون وایي چې په ۲۰ ولایتونو کې یې د اړوندو ولایتي دفترونو شکایت کوونکو ته خپلې پرېکړې اورولې چې ورسره جوخت، په نهو ولایتونو کې ځينو شکایت کوونکو د ولایتي دفترونو د دغو پرېکړو پر وړاندې د استېناف غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې ډیر تورونه دادي چې د ټاکنو کمیسیون د اشرف غني په ګټه پراخه درغلي کړې او د سرچینو په خبره، اوس چې هره ټاکنیزه درغلي د ثبوت تر کچې رسیږي، د ارګ واکمن ټیم یې په کلکه پر وړاندې دریږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: