د میدان وردګ د مرمرو د ډبرو په تولیداتو کې ۵۷سلنه زیاتوالی راغلی

عزم(دوشنبه، ۲۳، مرغومی، ١٣٩٨ل): د میدان وردګ ولایت د کانونو ریاست وايي، د تېر کال په پرتله سږکال د دغه ولایت د مرمرو د ډبرو په تولیداتو کې ۵۷سلنه زیاتوالی دی.

د یاد ولایت د کانونو رئیس فضل الباري بلوڅ وايي، د دغه ولایت د مرمرو د ډبرو تولیدات په روان کال کې ۴۶۴۲۱ټنه دي، چې د تېرکال په پرتله د مرمرو ډبرو په تولیداتو کې ۱۶۸۸۳ ټنه زیاتوالی ښيي.

دی وايي، په دغه ولایت کې د مرمرو ډبرې د څلورو کاني سیمو سیداباد، بهسودو ولسوالۍ د اولې حصې او په نورو سیمو کې دي، چې تولیدات یې اذربایجان ته لېږدول کېږي.

«د میدان وردګ مرمري ډبرې تر ۱۸۷۹ مترو مربع پورې د اذربایجان پلازمېنې باکو ته د پنځو کانټینرونو په وسیله د خصوصي شرکتونو له‌خوا صادر شوي او د دوهم ځل لپاره به ۳۴۲۱ متره مربع مرمري ډبرې به د لسو کانټینرونو په ذریعه یاد هېواد ته ولیږدول شي.»

میدان وردګ ولایت د مرمرو ډبرو ۱۳ سیمې لري، چې له یادې جملې څخه څلور فعال استخراجي قراردادونه یې د خصوصي شرکتونو سره په قانوني ډول تر کار لاندې دي.

تېره اوونۍ د کانونو وزارت ویلي وو، چې په دغه ولایت کې یې د مرمرو ډبرو سروې بشپړه کړې ده او په پاتې سیمو کې هم به د مرمرو د ډبرو د کانونو استخراج پیل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button