روزګان کې طالبانو درې پولیس وژلي شل میله وسلې یې ترې وړي

عزم(دوشنبه، ۲۳ مرغومی ۱۳۹۸): پرون ورځ د روزګان مرکز ترینکوټ کې طالبانو په یوه پوسته برید کړی دی چې درې پولیس یې وژلي او شل میله وسلې یې له ځان سره وړي دي.

د روزګان ولایت څخه یوې سیمییزې سرچینې خبر ورکړی چې په دغه پوسته کې شل تنه پولیس اوسیدل خو تیره ورځ یواخې درې تنه موجود وو چې طالبانو برې برید کړی او درې واړه یې وژلي دي.

سرچینه همدا راز وایی چې طالبانو له دغې پوستې څخه شل میله وسلې، ګڼ شمیر مهمات او ځینې نور توکي یې هم له ځان سره وړي دي.

بلخوا بیا طالبانو او د ارزګان ولایتي چارواکو یا دفاع او کورنیو چارو وزارتونو څه نه دی ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button