امریکا د ملي امنیت سلاکار: ښايي ټرمپ سږ کال له طالبانو سره یوه موافقه وکړي

عزم(دوشنبه،۲۳ مرغومی ،۱۳۹۸):د امریکا د جمهور رئیس ټرمپ د ملي امنیت سلاکار “رابرټ اوبراین” ویلی دي چې دوی اټکل کوي سږکال به وکړای شي، چې له طالبانو سره د سولې یو تړون لاسلیک کړي.

نوموړي په یوه تازه مرکه چې له یوې امریکایي رسنۍ سره یې کړې ویلي دي چې « ممکن ټرمپ سږ کال له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسېږي او یو تړون ورسره لاسلیک کړي. »
اوبراین خبرداری ورکوي چې آن که له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک هم نه شي، امریکایي ولسمشر تیار دی تر څو افغانستان کې د خپلو میشتو ځواکونو شمیر راټیټ کړي او د افغانستان په اړه خپله کړې ژمنه پوره کړي.
اوبراین ویلي دي چې د سولې راتګ تر افغانانو پورې تړاو لري او په دې برخه کې هغوی ښه پریکړه کولی شي.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ویلي دي چې دوی له طالبانو سره پر یوه موافقه کار کوي او هیله کوي دا یوه ښه موافقتنامه وي.

نوموړی زیاتوي، د ټرمپ اداره د سولې د تړون تر لاسلیک وړاندې د تاوتریخوالي د کموالي هڅه کوي او غواړي تر څو د تړون تر لاسلیک وروسته په سملاسي توګه بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ویلي دي چې، په تېر کال کې د سولې د ملاتړ لپاره سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شوې او ناټو هیله لري، چې په ۲۰۲۰ز کال کې به د دغو هڅو یوه رښتینې پایله وګوري.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم هیله مندي ښوودلې چې هر څومره ژر باید د سولې د تړون د لاسلیک نیټه مشخصه او اعلان شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button